CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان او ډېرو هېوادونو د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د تدبيرونو لوړه ستاينه کړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 11:07:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا د نړيوال سازمان د اجرايوي کميټې د ۱۴۶مې دورې غونډه د فبرورۍ په ۳مه نېټه په ژنيو کې د دې نړيوال سازمان په مقر کې تر سره شوې. د دې نړيوال سازمان عمومي مشر تيدروس ادهانوم غيبريېسوس په دې غونډه کې په پوره توګه له چين سره د نژدې تبادلو او همکاريو او د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له چين څخه د کلک ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، د چين تاکتيک غښتلی او موثر دی. پر چپن بر سېره، تر اوسه په ۲۳ هېوادونو کې د نوي کورونا پر ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر يوازې ۱۴۶ ته رسېدلی، دغه شمېر د نورو ناروغيو د خپرېدو په پرتله ډېرکم دی او خلک اندښمنې ته اړتيا نه لري.

په دې غونډه کې جرمني، سويس، بريتانيا، استراليا، جاپان، برازيل، سينګاپور، اسرائيل، چيلي، سريلانکا، هالند، هسپانيا، ميانمار، مصر، ناروي، اندونيزيا، کانادا،ډنمارک، تايلند، سويدن، مونتينيګرو او بنګلاديش د چين د حکومت د تدبيرونو ډېره ستاينه کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي چې له چين سره همکارۍ ټينګې کړي او په ګډه سره د ويروس خپرېده پای ته ورسوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای