CRI Online

د عراق او بلژيک د بهرنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ پر ضد د مقابلې په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 11:14:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد علي الحكيم د فبرورۍ په ۳مه نېټه د بلژيک د بهرنيو چارو له وزير سره په بغداد کې خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د ترهګرۍ پر ضد مقابلې اړوندې مسئلې باندې بحث وکړ.

حکيم له يادو خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، دواړو خواوو په دې اړه بحث کړی چې د تندلارۍ او ترهګرۍ پر ضد دوامداره ګډه مقابله وکړي، څو د سخت دريځو د عملياتو مخه ونيول شي. د دواړو مشرانو دغه راز پر دې موضوع هم بحث وکړ چې ايا د داعش ترهګرې ډلې نيول شوي وسله وال دې د خپلو هېوادونو حکومتونو ته سپارل شي او کنه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای