CRI Online

له ۸۰۰۰ څخه زيات طبي کارکوونکي په هوبې ولايت کې د کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول چارې پرمخ وړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 13:06:02

د چين د هوبې ولايت د روغتيا او طبي چارو کميټې له شمېرنې سره سم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د درېيمې نېټې د شپې تر دوولسو بجو پورې په دغه ولايت کې پر نوي کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۱۳ زرو او ۵۲۲ تنو ته رسېدلی دی. اوس ۱۰ زره او ۹۹۰ تنه په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او په ټاکل شويو طبي ادارو کې د انزال درملنې ترلاسه کوي. د هوبې ولايت ووهان ښار د راپور له مخې، په دې ښار کې د ناروغانو شمېر ۶۳۸۴ تنو ته رسېدلی دی.

د روانې مياشتې د دوهمې نېټې د شپې تر اتو بجو پورې د چين د روغتيا او طبي چارو کميټې، د دوديزو درملو ملي ادارې، د چين د دوديزو درملو اکاډمۍ او د چين د ۲۹ ولايتونواو ښارونو او پوځونو د ۶۸ طبي ډلو ۸۳۱۰ طبي کارکوونکو په هو بې ولايت کې د يادې ناروغۍ د وقايې او کنټرول کارونه تر سره کړل. په وو هان ښار کې د هوه شن شان په نوم تازه جوړ شوي روغتون کې بشپړ چمتووالی نيول شوی او دغه روغتون د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په شپه پر نوي کورونا ويروس د اخته ناروغانو لومړۍ ډله ومنله او ددوی د درملنه يې پيل کړه.

د چين د انجينرۍ اکاډمۍ غړې او د روغتيا او طبي چارو کميټې د عالي کارپوهانو ډلې غړې لي لان جيوان د روانې مياشتې په ۳مه نېټه وويل چې په ووهان ښار کې د طبي کارمندانو پرله پسې هڅو او په بېلا بېلو ځايونو کې د مرستندويه ځواکونو د همکارۍ له لارې به د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول پايلې ترلاسه شي. اوس مهال هلته د چين ډېرې طبي ډلې شتون لري او د دوی ځواک لاهم پياوړی دی. د ملي ملاتړ او د وو هان د طبي کارمندانو له لارې د ناروغانو درملنه پياوړې شوې، دا ناروغي د کنټرول وړ ده او د مړينې انډول به يې هم کم شي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه روغتون له جوړونې او چمتووالي کارونو وروسته ، د وو هان ښار هوه شن شان روغتون بېلا بېل کارونه بشپړ کړي. د چين پوځ هم د طبي درملنې د دندې ترسره کولو لپاره ۱۴۰۰ طبي پرسونل برابر کړی دی. په روغتون کې اوبه او برېښنا شته او د تضمين بېلابېل سيسټمونه يې په عادي توګه روان دي. دغه نوی روغتون د مختلفو طبي موادو کافي زيرمې لري او درملتون يې شپه او ورځ ۲۴ ساعته پرانيستی وي او د يادې ناروغۍ د درملنې لپاره درمل پکې پر پيمانه پيدا کېږي. د دې روغتون د درملتون مسؤل جي بوه وويل

(اواز ۱)

موږ اوس د ناروغانو د درملنې لپاره ټول درمل لرو ،د بېلګې په توګه د انفيکشن ضد درمل ، انټي ويروس درمل ، بيولوژيکي محصولات او د لومړنۍ مرستې درمل. زموږ درمل په هر وخت کې پيدا کيدی شي او دا درمل هر وخت کارول کيدی شي. دا درملتون شپه او ورځ ۲۴ ساعته پرانيستی وي.

په هوه شن شان روغتون کې د تبې مالومولو کلينيک نشته. ټول ناروغان د ووهان ښار له نورو روغتونونو څخه ورلېږدول کېږي.دغه روغتون په مجموعي ډول زر بسترونه لري او په کې د ICU ، د پاملرنې واحدونو او عمومي وارډونو په ګډون طبي څانګې پکې موجودې دي. د روانې مياشتې د درېيمې نېټې په شپه دغه روغتون ته د ووهان ښار له نورو روغتونونو څخه ۵۰ تنه ناروغان لېږدول شوي دي .

د چين د انجينرۍ اکاډمۍ غړې او د روغتيا او طبي چارو کميټې د عالي کارپوهانو ډلې غړې لي لان جيوان وويل چې د هوه شن شان روغتون رسمي پرانيستنې او د لې شن شان روغتون له کارونې سره به پر نوي کورونا ويروس اخته شويو ناروغانو د درملنې ستونزه په مؤثره توګه حل شي.

هغې وويل ، وروسته له هغه چې دغه دوه روغتونونه پرانستل شول ، دوی اوس کولی شي په ووهان ښار کې د يادې ناروغۍ فشار کم کړي .اوس مهال يو شمېر ناروغان شته چې بايد جلا او ښه درملنه يې وشي. د دې دوو روغتونونو په جوړېدو سره به دا ستونزه هم حل شي. د جدي ناروغانو د درملنې لپاره د نورو روغتونونو ځواک پياوړی شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای