CRI Online

چين هيله لري چې امريکا د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين هڅو درناوی وکړي اوژر تر ژره خپلې مرستې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 13:20:22

څو ورځې مخکې امريکا د نوي کورونا ويروس د خپرېدو په هکله غير مسولانه خبرې کړې دي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د فبرورۍ په ۴مه نېټه وويل، چې امريکا بايد په سړه سينه د ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين د هڅو درناوی وکړي او له چين او نړيوالې ټولنې سره د ويروس خپرېدل پای ته ورسوي.

امريکا څو څو ځله ويلي چې غواړي له چين سره د ياد ويروس د مخنيوي په برخه کې مرسته وکړي، نو چين هيله لري چې امريکا دغه مرسته ژر تر ژره برابره کړي.

د خبر له مخې، د روانې مياشتې په ۲مه نېټه، د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ رسنيو ته وويل، چې امريکا تقريباً له چين څخه ورغلې ټولې لارې بندې کړې او دوی نه غواړي چې پر ويروس اخته شوي کسان امريکا ته ننوزي. د امريکا او چين ترمنځ اړيکې ډېرې ښې دي او امريکا اوس چين ته ډېرې زياتې مرستې برابروي.

په دې اړه هوا چون يينګ وويل، اوس د چين حکومت او خلک پوره هڅه کوي چې د نوي کورونا ويروس خپرېدل پای ته ورسوي. که څه هم پر دې نوي ويروس د اخته شويو ناروغانو شمېر زيات دی، خو په چين کې د مړه شويو ناروغانو کچه کمه ده او يوازې ۲.۱ فيصده جوړوي. اوس د درملنه شويو ناروغانو کچه زياتېږي. د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين هڅې د روغتيا د نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې لخوا پوره منل شوې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای