د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين جنوبي ايرلاين الوتکه CZ6007 چې په کې 57 پاکستاني مسافر او 12 چيني مسافر سپاره وو ، د فبرورۍ په ۳مه نېټه د اسلام اباد نړيوال هوايي ډګر ته ورسېده. د پاکستان د لومړي وزير د روغتيا سلاکار ظفر ميرزا او په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ په هوايي ډګر د مسافرو هرکلی وکړ. د چين او پاکستان ترمنځ د ملکي الوتنې چې د چين د دوديز پسرلني اختر له امله وځنډول شوې ، په همدې ورځ بيا پيل شوې.
ظفر ميرزا په همدې ورځ په خپل ټوپټر کې ليکلي چې ده د ټولو را رسېدلو مسافرو څخه د دوی د روغتيا څارنې او د سفر د تاريخ په اړه پوښتنې وکړې. د پاکستان ولسمشر عارف علوي په خپل ټويټر کې د دې ستاينه وکړه. پاکستان د کورونا ويروس له امله د رامنځته کېدونکې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين د هڅو کلک ملاتړ کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |