CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې چين ته د سفرونو او سوداګرۍ د محدودولو تدبيرونه ونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 20:19:02

ځينو هېوادونو په دې وروستيو ورځو کې په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس پر وړاندې چين ته د سفرونو او سوداګرۍ د محدودولو تدبيرونه نيولي چې دا د روغتيا نړيوال سازمان له وړانديز څخه سرغړونه ده.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د فبروري په درېيمه نېټه د دې سازمان د اجرائيوي کميټې په يوه غونډه کې وويل چې بېلا بېل هېوادونه بايد د حقيقتونو پر بنسټ د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي تدبيرونه ونيسي،خو دغه تدبيرونه بايد په عادي توګه ونيول شي.دغه سازمان لاهم هغه وړانديز تکرار کړ چې بېلا بېل هېوادونه چين ته سفر او پکې سوداګري محدوده نه کړي.د اوس لپاره داسې هېڅ دليل نشته چې له چين سره په سفرونو او ور سره د سوداګرۍ د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای