CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه د روغتيا نړيوال سازمان د وړانديز له مخې د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 20:27:39

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په څلورمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د ځينو هېوادونو له خوا نيول شوي مساعد تدبيرونه درک کړی، خو هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه په عادلانه او عاقلانه رويې سره د دې ناروغۍ ارزونه وکړي او د چين هڅې درک کړي او نيول کېدونکي تدبيرونه د روغتيا نړيوال سازمان د وړانديز له غوښتنې سره سم تر سره کړي تر څو په بېلا بېلو برخو کې د عادي تګ راتګ مخنيوی ونه شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای