CRI Online

د امريکا ځيني سياستوال غواړي چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله له رامنځته شوې ناروغۍ سره له مبارزې څخه ناسمه ګټه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 20:34:55

په دې وروستيو ورځو د چين حکومت تر خپلې وسې پورې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره جدي هڅه کړې او کوي يې. نړيوالې ټولنې له بېلا بېلو لارو چارو له چين څخه ملاتړ څرګند کړی او له چين سره يې مرستې کړې دي.خو په نړۍ کې د چين د هڅو د مخنيوي لپاره ناسمې څرګندونې هم شوې دي.د بېلګې په توګه د امريکا د سوداګرۍ د وزير روس هغې ناسمې څرګندونې چې وايي په چين کې د دغې ناروغۍ رامنځته کېدل د امريکا د توليدي چارو لپاره ګټور دی ،په نړيواله ټولنه کې د هر کلي وړ نه دي ګرځېدلې.

په نړۍ کې د يوه لوی هېواد په توګه امريکا تر اوسه له چين سره هېڅ رښتينې مرستې نه دي کړې او دغه هېواد ته د چيني اتباعو ورتګ يې هم منع کړی او د دې ترڅنګ اوازې او ګنګوسې يې جوړې کړې دي. د روس له دغو څرګندونو څخه ښکاري چې د امريکا ځيني سياستوال يوازې ځاني ګټو ته پاملرنه کوي او په دې اند دي چې هر شي چې د چين زيان دی، هرو مرو به د امريکا په ګټه وي.

د دې ناروغۍ مخنيوی او کنټرول هرو مرو د چين پر اقتصاد منفي اغيزې کړې، خو دغه اغيزې لنډمهالي دي. د چين په بازار کې خوځنده ځواک دايمی دی او د چين اقتصاد د ښه کېدو تمايل به بدل نه شي.نړيوالې تصدۍ يوازې په چين کې خپلو چارو ته ادامه ور کړي،نو پرمختګونه به ومومي.دا د پاملرنې وړ ده چې د يوې شمېرنې له مخې د ۲۰۲۰ کال د فبرورې تر دويمې نيټې پورې په چين کې ۱۸۸ نړيوالو تصديو په بسپنې سره د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره يو ميليارډ ۹۶ مليونه يوانه ور کړي دي. له دې څخه ښکاري چې بهرنۍ تصدۍ غواړي له چين سره د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې وکړي او د چين پر راتلونکي پرمختګ باندې پوره باور لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای