د فبروري په څلورمه نېټه د چين د وو هان ښار د هو شن شان روغتون د نوي ډول کورونا ويروس له امله په رامنځته شوې ناروغۍلومړۍ ډله اخته ناروغان ومنل.
د هو شن شان روغتون چې په تېرو لسو ورځو کې جوړ شوی، د زرو بسترو لرونکی دی او په عمده توګه د تشخيص شويو ناروغانو لپاره خدمتونه کوي. د چين پوځ د دغو ناروغانو د درملنې لپاره څوارلس سوه طبي کارکوونکي دغه روغتون ته ليږلي دي.
د هو شن شان روغتون د درملتون مسئول جي بو وويل چې اوس دغه درملتون د نوي ډول کورونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره هر ډول درمل په واک کې لري.د دې ويروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره د ډاکترانو او ناروغانو سيمې په پوره توګه جلا شوې تر څو د طبي کارکوونکو لپاره امن او روغتيايي کاري چاپيريال برابر شوی وي.سربېره پردې په دې روغتون کې د ويډيو له لارې له لېرې څخه د ناروغانو د تشخيص کولو سيستم هم برابر شوی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |