په چين کې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې نه يوازې د جاپان حکومت بلکې د دې هېواد بېلا بېلو ټولنو چين درک کړی او له چين څخه يې په ډېره ښه توګخه ملاتړ څرګند کړی دی. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په څلورمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې له دې ناروغۍ سره د مبارزې پر وړاندې چين د دوی له ملاتړ او خواخوږۍڅخه د زړه له کومې څخه مننه کوي او د دوی ملاتړ به تل ياد ساتي.
د خبر له مخې د يادې ناروغۍ له پيدا کېدو راهيسې ډېر جاپانيان په دې هېواد کې د چين د سفارت د ټولنيز خبري اکاونټ د ارزونې په پاڼه کې راغونډ شوي او د خپلو خبرو او نظرونو له ليکلو سره يې له چين او وو هان ښار څخه ملاتړ څرګندکړی دی. په دې هکله وياندې هوا چون اينګ وويل چې له اړوندو راپورټاژونو څخه اغيزمنه شوې يم.د دې ناروغۍ له پيدا کېدو راهيسې د جاپان حکومت ويلي چې تر خپلې وسې پورې به په دې مبارزه کې له چين سره مرستې وکړي. د جاپان حکومت ، د دې هېواد ډېرو ځايونو او تصديو په بسپنې سره چين ته ماسکونه، عينګې او د روغتيايي خونديتوب د ساتلو لپاره ځانګړې جامې برابرې کړې دي. سربېره پردې د جاپان ډېرو وګړو له چين سره نورې مرستې هم کړې دي. زه ترې ډېره اغيزمنه شوم.هغې زياته کړه چې په دې ستونزمن وخت کې چين د نورو هېوادونو د خلکو له ډاډګيرنې او ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |