CRI Online

د فکري ارګان د راپور له مخې د چين حکومت په نړۍ کې د ټولو وګړو د ساتلو لپاره جدي او قوي تدبيرونه نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-04 21:04:25

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د فبروري په دېرشمه نېټه په ژنيو کې د دې ويروس د ناڅاپي پيښې د کميټې په يوه غونډه کې وينا وکړه او تر هغه وروسته يې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين له خوا د نيول شويو تدبيرونو له امله نه يوازې چينايان بلکې په نړۍ کې ټول وګړي خوندي شوي دي.

د چين بېلا بېلو ځايونو له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره هو بۍ ولايت ته طبي ډلې ليږلې دي

په لسو ورځو کې جوړ شوی د وو هان هو شن شان روغتون بشپړ شوی او اوس د ناروغانو لپاره روغتيايي چوپړتياوې وړاندې کوي

په دې وروستيو ورځو کې د نړيوالو مسئلو په هکله د شانګهای څيړنيز انستيټيوټ د نوي ډول کورونا ويروس له امله له رامنځته شوې ناروغۍ سره د مبارزې د پرمختګ او اغيزې په هکله راپور خپور کړی او په دې مبارزه کې يې د موندل شويو پرمختګونو،د دې ناروغۍ له امله پر رامنځته شويو اغيزو او اړوندو تدبيرونو يې څيړنه وکړه.

په دې هکله چې ولی په وو هان ښار کې جدي او قوي تدبيرونه نيول شوي دي. د دې راپور له مخې د چين حکومت د ياد ويروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره وو هان ښار ته پر تګ راتګ بنديز لګولی دی چې ورڅخه د يوه لوی مسؤلانه هېواد په توګه د چين بڼه څرګنديږي.نورو هېوادونو او سيمو ته د هو بۍ ولايت د خلکو د تګ راتګ کنټرول د دې ويروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره اغيزمن تدبيرونه دي چې له امله يې نه يوازې د چين د نورو سيمو خلک بلکې په نړۍ کې ټول وګړي تر ډېره ساتل شويدي.

په دې اړه چې ايا د چين حکومت د دې ناروغۍ د مخنيوي توان لري؟ په دې راپور کې راغلي چې د دې ناروغۍ له پيدا کيدو راهيسې د چين حکومت په هر اړخيزه توګه تدبيرونه نيولي او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د حکومت، تصديو او ټولنو په کچه پراخه يې شبکه جوړه کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای