CRI Online

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونکي ګروپ غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 10:11:19

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د لارښوونکي ګروپ غونډه د فبرورۍ په ۴مه نېټه د چين د صدراعظم لي که چيانګ تر مشرۍ لاندې تر سره شوه. په دغه غونډه کې دې ته اشاره شوې چې هو بې ولايت، په تېره بيا وو هان ښار په چين کې د دغه ويروس د وقايې او کنترول کليدي ځای دی او اړوندې خواوې بايد تر خپلې وسې پورې د ناروغانو د علاج او دوباره جوړېدو د انډول د لوړتيا او په دغه ويروس د اخته کېدو او د دغه ويروس له امله د مړينې انډول د کمښت لپاره هڅې وکړي. که هغه طبي توکي له اړوندو معيارونو سره سمون وخوري چې له نورو هېوادونو څخه وارد شوي، بايد ژر په کار واچول شي.

په دغه غونډه کې زياته شوې چې يو شمېر ګرځنده روغتونونه او ۲۰۰۰ تنه نور طبي کارکوونکي به د ۴مې نېټې په شپه هو بې ولايت ته ورسېږي. دغه راز، ټول طبي او وقايوي توکي دې لومړی د ويروس د وقايې او کنترول لپاره وکارول شي او د خلکو د ژوند لازمي شيان دې تامين شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای