د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې دغه وزارت يوه خبرپاڼه خپره کړې چې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول لپاره به له نورو هېوادونو څخه د طبي توکو او د ژوند د شيانو واردات زيات کړي، څو د چين په بازار کې د توکو برابرول تامين شي.
د دغه وزارت اړوند مسؤل څرګنده کړه چې دغه وزارت به له اړوندو سوداګريزو ټولنو سره يو ځای بهرنيو او چيني تصديو ته د معلوماتي خدمت د ورکولو لپاره هڅې وکړي. تر اوسه پورې يې اړوندو څانګو ته له ۱۴ هېوادونو او سيمو څخه د طبي توکو د ۵۱ برابرونکو شرکتونو معلومات وړاندې کړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |