CRI Online

امريکا به د اقتصاد، سوداګرۍ او امنيت په برخو کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره لا نژدې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 10:14:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د فبرورۍ په ۳مه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د"C5+1" تر ميکانيزم لاندې خبرې اترې وکړې. له دغو خبرو اترو وروسته يې د شپږو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. د دغې اعلاميې له مخې به د اقتصاد او سوداګرۍ، انرژۍ، ساينس او تخنيک، ښوونې او امنيت په برخو کې د يادو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د دغې سيمې د پرمختګ له جريان څخه څرګندېږي چې د "C5+1" ميکانيزم ډېر مهم ارزښت او اهميت لري. دغه ميکانيزم د مختلفو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ګټور دی او د دغې سيمې د دواملرونکې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره رول لوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای