CRI Online

اروپايي ټولنه: د ايران د ذوري تړون د لانجې د حلولو لپاره به وروستۍ موده ونه ټاکي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 10:16:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايي ټولنې عالي رتبه استازي جوسيپ بوريل د فبرورۍ په ۴مه نېټه وويل، اروپايي ټولنې هوکړه کړې چې د ايران د ذروي تړون د لانجې د حلولو لپاره به وروستۍ موده ونه ټاکي.

د ايران دولتي ټلويزيون په همدې ورځ خبر ورکړ، چې ښاغلي جوسيپ بوريل له ايراني رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې اروپايي ټولنه به د يادې لانجې د حلولو لپاره بې حده وخت ورکړي او وروستۍ موده به ونه ټاکي، څو دغه مسئله امنيت شورا ته وړاندې نه شي.

د معلوماتو له مخې، ښاغلی جوسيپ بوريل د فبرورۍ په ۳مه نېټه تهران ته رسېدلی او د ايران له ولسمشر حسن روحاني او د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره يې د يادې مسئلې په شمول د تودو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي. د ايران حکومت له دغو خبرو اترو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ايران غواړي د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره له اروپايي ټولنې سره لا نژدې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای