CRI Online

د وو هان ښار د هوه شن شان په روغتون کې د لومړۍ ډلې ناروغانو علاج شروع شوی او په دغه ښار کې د درېيو ګرځنده روغتونونو د جوړونې پروژې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 12:17:12

په وو هان ښار کې په نوي کورونا ويروس اخته شوي ناروغان د فبرورۍ د ۴مې نېټې په سهار د لسو امبولانسونو له لارې له پخوانيو روغتونونو څخه د هوه شن شان روغتون ته انتقال شوي. د هوه شن شان روغتون په دغه ويروس د اخته شويو ناروغانو د علاج لپاره تازه جوړ شوی او په کار يې پيل کړی. د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې ۴۵ ناروغان د هو شن شان په روغتون کې تر علاج لاندې دي. په دغه روغتون کې د ناروغانو ځېنې خونې لا هم تر ازمويښت لاندې دي، د ازمويښتي پړاو له پاې ته رسېدو وروسته به د ناروغانو پوره خونې په کار پيل وکړي او د اټکل له مخې ازمويښتي پړاو درېيو او يا څلورو ورځو ته اړتيا لري. بر سېره پردې، په دغه ښار کې د درېيو ګرځنده روغتونونو د جوړونې پروژې هم روانې دي او د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به کابو ۳۴۰۰ طبي کټونه د ناروغانو لپاره برابر شي.

د هوه شن شان روغتون مشر شيو دي شيونګ وويل، چې ۱۴۰۰ غوره طبي کارکوونکي چې له پوځي روغتونونو څخه انتخاب شوي، په دغه روغتون کې د علاج دندې پرغاړه اخلي. د فبرورۍ په ۴مه نېټه د لومړۍ ډلې ۴۵ تنه ناروغان دغه روغتون ته انتقال شوي. په راتلونکو څو ورځو کې به د ناروغانو د خونې د څارنې کارونو له پای ته رسېدو وروسته د علاج کارونه نور هم پياوړې شي. په تېره بيا به د هغو ناروغانو لپاره ښه طبي خدمتونه برابر کړای شي چې حالت يې سخت دی.

د معلوماتو له مخې، په وو هان ښار کې په دغه ويروس د اخته شويو ناروغانو د علاج لپاره د طبي کټونو د کمښت حالات د ليرې کولو په حال کې دي. د چين د طب او روغتيا د ملي کمېټې د کارپوهانو ګروپ غړي او د بېجينګ د دي تان روغتون د عفونيت دوهمې څانګې مدير ډاکټر جيانګ ژونګ منګ وويل، چې اوس د وو هان د نندارتونونو په نړيوال مرکز، د هونګ شان په جمنازیوم او د وو هان په تالار کې د درېيو ګرځنده روغتونونو د جوړونې پروژې روانې دي، څو په دغه ويروس اخته شوي ناروغان پکې تر علاج لاندې وي. د يادو درېيو روغتونونو له جوړېدو وروسته به د ناروغانو لپاره ۳۴۰۰ طبي کټونه برابر شي. همدارنګه، په يادو درېيو روغتونونو کې به د علاج د تأمينولو لپاره د وو هان ښار له نورو روغتونونو څخه غوره طبي کارکوونکي انتخاب شي. ده وويل، 

((هغه ناروغان چې حالت يې سخت نه دی، په ډله ييزه توګه به تر علاج او څارنې لاندې وي، که حالت يې سخت شي، د هغو ناروغانو د علاج خونې ته به انتقال شي کوم چې حالت يې سخت دی. که تر علاج وروسته د دغو ناروغانو حالت ښه شي، له روغتون څخه وتلی شي. د دغه شان ميکانيزم سره سم به طبي کټ ته د ناروغانو د انتظار وخت لږ شي او د طبي کټونو د کمښت ستونزه به کمه شي. ))

ښاغلي جيانګ ژونګ منګ د نوکلين د څارنې آلاتود کمښت د يادونې په وخت کې وويل، چې اوس د سل زرو کسانو لپاره د نوکلين د څارنې آلات اخيستل شوي، د دې ترڅنګ د وو هان ښار په ګڼ شمېر روغتونونو کې د ناروغانو د څارنيزو پايلو د رامځته کېدو وخت هم کم شوی چې له درېيو او يا څلورو ورځو څخه يوې ورځې ته کم شوی دی. نوموړي زياته کړه چې اوس د وو هان ښار د شي هه روغتون په شمول ځېنو روغتونونو کې د نوکلين د څارنې شرايط بشپړ شوي، نو د څارنيزو پايلو د رامنځته کېدو وخت کم شوی دی. ده وويل، (( په ګڼ شمېر روغتونونو کې دغه څارنه تر سره کېږي، د ناروغانو د څارنې نمونې د ناروغيو د وقايې او کنترول مرکز او د څارنې ځانګړو ارګانونو ته د انتقال اړتيا نه شته. نو د ناروغانو د څارنې کاري اغيزمنتوب پياوړی شوی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای