د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د فبرورۍ په ۴مه نېټه له نوي کورونا ويروس سره د مقابلې لپاره د چين د کارونو ستاينه وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې يووالی وساتي او د سپکاوي کړنې ونه کړي.
نوموړي په همدې ورځ د نوي کال په خبري ناسته کې وويل، چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره ستر او اغيزمن تدبيرونه نيولي او م م د چين د اړوندو کارونو ستاينه کوي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په يووالي سره د چين په شمول د ويروس تر اغيزې لاندې هېوادونو څخه کلک ملاتړ وکړي او بې ګناه ويروس ځپلې کسان دې نه بدناموي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |