CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: نوی کورونا ويروس په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 14:35:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۴مه نېټه څرګنده کړه چې نوی کورونا ويروس په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی او اوسمهال د دغه ويروس د خپرېدو په اړه له ګونګوسو او غلطو خبرونو سره مقابله د دغه ويروس له وقايې او کنترول سره برابر اهميت لري.

د دغه سازمان د اصل له مخې، په پراخه کچه د ناروغۍ خپرېدل دا مانا لري چې يو ډول نوې ناروغي په ټوله نړۍ کې خپرېږي. د دغه سازمان د ساري ناروغۍ د اداري رياست مشر سېلوي بريانډ په همدې ورځ په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې وويل، تر اوسه پورې دغه ويروس په پراخه کچه نه دی رامنځته شوی او لامل يې دا دی چې زياتره ناروغان د چين په هو بې ولايت کې دي او په نورو ځايونو کې زياتره ناروغان هم په هو بې ولايت پورې اړه لري او له شلو نه زياتو هېوادونو کې ناروغان هم دغه شان ناروغان دي.

نوموړي وويل، چې د چين حکومت له هو بې ولايت څخه نورو ځايونو ته د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه نيولي او د مړينې انډول د کمښت لپاره د نويو روغتونونو د جوړولو پروژې روانې دي. د هو بې ولايت په بهر کې عمده لايحه د دغه ويروس د خپرېدو مخه نيول دي. دغه سازمان په دې اند دی چې دغه لايحه اغيزمنه ده، او نور هېوادونه دې هم دغه لايحه پلې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای