CRI Online

د کمبوديا صدراعظم هون سن به له چين څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 17:06:12

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبروري په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د کمبوديا صدراعظم هون سن به د فبروري په ۵مه نېټه له چين څخه ليدنه وکړي.

نوموړې په همدې ورځ په انټرنېټي خبري ناسته کې وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ به په جلا جلا توګه د کمبوديا له صدراعظم هون سن سره وګوري.له دې مخکې صدراعظم هون سن د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره په مبارزه کې د چين بېلا بېل تدبيرونه وستايل او باور يې وښود چې چين به اوسنۍ مسئلې حل کړي او کمبوديايان به له چينايانو سره د ستونزو د لېرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغې په عين وخت کې همدارنګه وويل چې چين کمبوديايي محصلينو ته د صدراعظم هون سن پاملرنه درک کوي،خو اوس د وو هان ځايي حکومت تر خپلې وسې پورې د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره ډېرې هڅې کوي، اوسني وخت له دې ښار څخه د ده د ليدنې لپاره مساعد نه دی. چين به په خپل هېواد کې د کمبوديايي محصلينو خونديتوب او روغتيا ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د دوی د ژوند او زده کړې لپاره به ښه ضمانت برابر کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای