CRI Online

د نوي ډول کورونا ويروس په اړه د امريکا کړنې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره د نړيوالې د همکارۍ مخنيوی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 17:16:07

اوس مهال د چين حکومت د نوي ډول کورونا ويروس له امله د رامنځته شوې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې.نړيوالې ټولنې هم له چين څخه ملاتړ او مرستو ته ادامه ور کړې ده. خو په نړۍ کې د يوه مخکښې طبي سويې لرونکي هېواد په توګه امريکا تر اوسه له چين سره رښتينې مرستې نه دې کړې، برعکس د نورو هېوادونو نه مخکې يې له وو هان ښار څخه د قونسلګرۍ کارکوونکي او د سفارت ځيني کارکوونکي ايستلي او لومړی هېواد و چې د چينايانو د ورتګ د ممنوعيت اعلان يې وکړ. امريکا د دې ترڅنګ اوازې او ګنګوسې هم خپرې کړي او په دې برخه کې يې بدرول لوبولی دی.

له دغو کړنو څخه ښکاري چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د امريکا غبرګون له عادي کچې څخه وتلی چې دا نه يوازې د روغتيا نړيوال سازمان له وړانديز څخه سرغړونه ده بلکې د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د نړيوالې همکارۍ مخنيوی کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې دغه ناروغي په نړۍ کې د پاملرنې وړ عامه روغتيايي ناڅاپه پېښه بللې، خو دا کار دا معنی نه لري چې دغه سازمان پرچين بې باوره شوی بلکې له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره يې نړيوال وهڅول تر څو له هغو هېوادونو سره لازمې مرستې وکړي چې روغتيايي توان او سيستم يې کمزوری دی. د دې ترڅنګ د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس هم په دې برخه کې د چين هڅې وستايلې او ويې ويل چې چين د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يوه نمونه ده.

دا د پاملرنې وړ ده چې په دې وروستيو ورځو کې نړيوالې ټولنې په خپلو رښتينو اقداماتو سره د دې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ او د روغتيا نړيوال سازمان د اړوند وړانديز درناوی يې وکړ چې دا په دې مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د بری موندلو لپاره ګټوره ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای