CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره په مبارزه کې به د چين برياليتوب د نړۍ برياليتوب وي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 17:18:56

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هو چون اينګ د فبروري په پنځمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د همدې ورځې تر غرمې وروسته د کوريا جمهوريت، جاپان او تايلنډ په شمول د ۲۱ هېوادونو حکومتونو او د م م د ماشومانو صندوق چين ته مرستندويه مالونه ور کړل. چين د نړيوالې ټولنې له پوهاوي، ملاتړ او مرستو څخه ډېره مننه کوي. د دې ترڅنګ هغې پر دې ټينګار وکړ چې د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره په مبارزه کې به د چين برياليتوب د نړۍ برياليتوب وي. چين په دې مبارزه کې پر بری موندلو پوره باور او توان لري.

په دې وروستيو ورځو کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره تر تلفوني خبرو اترو وروسته بيا په چيني ژبه په ټويټر کې ليکلی چې ايران د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د چين له خوا نيول شوي تدبيرونه ستايي او مننه يې څرګنده کړه. هغه همدارنګه وويل چې ايران له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي.

وياندې هوا چون اينګ وويل چې وزير ظريف په نړۍ کې د بهرنيو چارو لومړی داسې وزير دی چې له چين څخه ملاتړ کوي. له دې څخه د ايرانيانو او چينايانو ترمنځ صادقانه دوستي او د چين او ايران ترمنځ ښې عنعنوي دوستي ښکاري. چين د ايراني دوستانو له قيمتي ملاتړ څخه د زړه له کومې څخه مننه کوي.

د معلوماتو له مخې د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين او د کامبوديا صدراعظم هون سن په شمول د ځينو هېوادونو مشرانو او شخصيتونو هم وويل چې د چين ستونزې د دوی ستونزې هم دي. په دې هکله وياندې هوا چون اينګ وويل چې په دې مبارزه کې به د چين برياليتوب ستاسو او د نړۍ برياليتوب وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای