د چين په وو هان ښار کې د لۍ شن شان روغتون له خوا د نوي ډول کورونا ويروس له امله په رامنځته شوې ناروغۍ د اخته ناروغانو د منلو شرايط بشپړ شوي دي. له دې نه مخکې د وو هان ښار د هو شن شان روغتون د فبروري په څلورمه نېټه لومړی ډله ناروغان ومنل.
د لۍ شن شان روغتون چې د جوړونې کارونه يې د جنوري په ۲۶مه نېټه پيل شو او پراخوالی يې ۷۹ زره او ۷۰۰ متره مربع دی ،۱۶۰۰ بستريز لري او څه باندې دوه زره طبي کارکوونکي لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |