د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرتو ازويدو د فبروري په څلورمه نېټه په واشينګټن کې وويل چې د يو څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم په توګه د سوداګرۍ نړيوال سازمان بايد وساتل شي، خو په دې سازمان کې بايد اصلاحات تر سره شي او غړي هېوادونه بايد د همکارۍ د پياوړتيا له لارې د دې سازمان د عصري کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په واشينګټن کې د سوداګرۍ د نړيوالې ټولنې په ناسته کې وويل چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصولو د نړۍ لپاره سوداګريز ثبات او د پرمختګ د تمايل لپاره زمينه برابره کړې،نو دغه څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم بايد وساتل شي، خو اصلاحاتو ته اړتيا لري.
هغه وويل چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو په کچه دوولسمه غونډه به د روان کال په جون کې په قزاقستان کې تر سره شي او غړي هېوادونه به يې ښايي د يو لړ اصولو په هکله موافقې ته ورسيږي چې دا به د دې سازمان د راتلونکي ۲۵ کلن پلان د غوره کولو لپاره ګټوره وي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |