د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان او د دغه سازمان په مشرۍ د سرطان د څيړنې نړيوالې څانګې د فبرورۍ په څلورمه نېټه چې د سرطان له نړيوالې ورځې سره برابره ده، د دوه راپورونه خپاره کړل او له منځني او ټيټ عايد لرونکو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سرطان مخنيوی وکړي، که نه، د اوسني تمايل له مخې به په ټوله نړۍ کې په راتلونکو شلو کلونو کې پر سرطان د اخته ناروغانو شمېر شپيته سلنه زيات شي.
د روغتيا نړيوال سازمان څرګنده کړه چې اوس په منځني او ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې پر سرطان د اخته شويو ناروغانو د اغېزو انډول تر ټولو ټيټ دی. په ۲۰۱۹ کال کې له پنځه لس سلنې ټيټ عايد لرونکو هېوادونو وړاندې کړی چې په خپل عام روغاتيايي سيستم کې د سرطان د درملنې هراړخيز خدمتونه شته، په دې نسبت په نوي سلنه لوړ عايد لرونکو هېوادونو کې دغه کار تر سره کيدای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |