CRI Online

په وو هان ښار کې دري لنډ مهاله روغتونونه په اساسي ډول جوړ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 20:46:10

د نوي ډول کورونا پر ويروس د اخته هغو ناروغانو د منلو لپاره چې د ناروغۍ حالت ډېر سخت نه دی، د هو بې ولايت په وو هان ښار کې دري لنډ‌ مهاله روغتونونه د فبرورۍ په پنځمه نېټه په اساسي ډول جوړ شوي چې څلور زره او دري سوه کټونه به ځای پر ځای شي. مسلکي طبي کارکوونکي په همدې ورځ روغتونونو ته داخل شوي او د ناروغانو د منلو په اړه يې اړوندې تياريانې پيل کړې.

دغه ډول روغتون د نظامي ډګر په طبي سيستم کې شامل دی او په بيړني حالت کې ترې درملنې استفاده کيږي. په وو هان ښار کې د فبرورۍ له درييمې نيټې څخه له دريو نندارتونونو او سپورټي ميدانونو څخه په لنډ مهاله توګه له د دغه ډول روغتونونو په توګه استفاده پيل شوې.

د ناروغانو د درملنې لپاره د وو هان ښار حکومت د فبرورۍ په څلورمه نېټه پريکړه وکړه چې وروسته به څه دپاسه لس دغه ډول روغتونونه جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای