CRI Online

شي جين پينګ د کمبوديا له لومړي وزير سامديچ هون سين سره وليدل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 20:52:52

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په پنځمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د کمبوديا له لومړي وزير سامديچ هون سين سره وليدل. شي جين پينګ په دې ليدنه کې وويل چې چين د نوي ډول کورونا ويروس په وړاندې مبارزه کې د برياليتوب باور لري او هېواد يې دا توان لري. هون سين وويل چې په دې ځانګړی وخت کې چين ته د ده د سفر په دې موخه دی چې له چيني حکومت او خلکو څخه د کمبوديا د حکومت ټينګ ملاتړ څرګندوي. کمبوديا به په مداومه توګه له چين سره عادي همکارۍ او تګ راتګ ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک د جوړولو لپاره بخ کوشش وکړي.

شي جين پينګ وويل چې اوسمهال د چين حکومت او خلک تر وسې پورې د کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره مبارزه کوي. په دې ځانګړې شيبه کې د کمبوديا خلک له موږ سره يو ځای دي.د چين کمونېست ګوند او حکومت د چينايانو او نړيوالې ټولنې لپاره مسئولانه رويه غوره کوي او د دغه ويروس د وقايي او کنټرول لپاره جدی تدبيرونه غوره کوي. اوس د ويروس سره د مبارزې په برخه کې فعال پرمختګونه تر لاسه شوي دي. چين له ډېرو ستونزو څخه تير شوی او باور لري چې هرومرو به په دغه مبارزه کې هم بريالی شي، موږ به په پرانيستې او شفاف ډول د کمبوديا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړو، په ګډه به له ساري ناروغۍ سره مقابله وکړو، په ټوله نړۍ او سيمو کې به د عامې روغتيا امنيت وساتو. موږ به په چين کې د کمبوديا د خلکو ژوند او روغتيا تامين کړو.

هون سين وويل چې د کمبوديا خلک له چينايانو سره يو ځای دي. ځيني هېوادونه د دغې ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره تندلارې تدبيرونه نيولي دي چې دا د منلو وړ نه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای