CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وازرت ويانده: هېله لرم چې امريکا د عاقلانه دريځ په خپلولو سره له چين او نړيوالې ټولنې سره يو ځای له ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 20:57:07

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په پنځمه نېټه د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې چين او امريکا له ديپلوماتيکې او روغتيايي لارې د ساري ناروغۍ په اړه همغږي کړې دي. هېله لرم چې امريکا له عقل څخه واخلي او د کورونا ويروس د وقايي او کنترول په برخه کې د چين د هلو ځلو درناوی وکړي، له چين او نړيوالې ټولنې سره يو ځای له ساري ناروغۍ سره مبارزه وکړي او د ټولې نړۍ د عامې روغتيا امنيت وساتي.

هوا چون ينګ وويل چې د چين د روغتيايي چارو کميټې د خبر له مخې امريکا د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ګډې څيړنيزې ډلې ته کارپوهان ليږلي دي. چين او دغه سازمان اوس د کارپوهانو د دغې ډلې د کارونو په هکله بحثونه کوي. برسيره پر دې د امريکا ځينو تصديو او څانګو په چين کې د ساري ناروغۍ د مخنيوي له چارو څخه ملاتړ کړي او مرستې ورته برابروي. له امريکا څخه د ساري ناروغۍ د وقايي لپاره د مرسته شويو مالونو لومړۍ ډله د فبرورۍ په څلورمه نېټه وو هان ښار ته رسيدلې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای