CRI Online

شي جين پينګ : بايد په هراړخيزه توګه په قانوني ډول د هېواد اداره کولو توان پياوړی شي چې د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول لپاره قانوني ضمانت برابر شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 21:00:47

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس، په هراړخيزه او قانوني توګه د هېواد د اداره کولو د مرکزي کميټې منشي شي جين پينګ د فبرورۍ د پنځمې نيټې له غرمې وروسته د يادې کميټې د دريېمې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يي پکې وکړه. هغه وويل بايد د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندې د خلکو د ژوند امنيت او بدني روغتيا ته لومړيتوب ورکړی شي، د قانون جوړولو، اجرا کولو، عدل کولو او ساتلو په پړاونو کې هلې ځلې وکړي او په هراړخيزه او قانوني توګه د اداره کولو توان پياوړی کړي چې د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول لپاره قوي قانوني ضمانت برابر کړي.

شي جين پينګ وويل چې اوسمهال د کورونا ويروس د وقايي او کنټرول کارونه په کليدي وخت کې دی او د قانون له مخې په علمي او منظم ډول د دغې ناروغۍ کنټرول ډېر مهم دی. بايد د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول په اړه اړوند قانون بشپړ شي، د اړوند ميکانيزم ابادۍ دې پياوړی شي، د عامې روغتيا امنيتي ضمانت دې پياوړی شي، د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول لپاره دې بشپړ، علمي، معياري او اغيزمن قانوني سيستم جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای