CRI Online

د کورونا ويروس په وړاندې د مبارزې د برياليتوب لپاره دې د طرحو تطبيقي توان پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-05 21:09:39

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي کميسيون د کورونا ويروس د وقايي او کنټرول کارونو د څييړنې لپاره تازه يوه غونډه جوړه کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې غونډې مشرۍ وکړه او په کې يې د يوې مهمې وينا په ترڅ کې وويل چې اوسمهال کليدي مسئله په جدي او واقعي عملي کار دی. دا د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول بهير لپاره د چين د لومړۍ کچې مشر لخوا وړاندې شوې نوې لارښوونه ده او د اوسنيو کارونو لارښوونکی لوری هم دی.

اړوندې څانګې د چين د لومړۍ کچې مشر او مرکزي حکومت تر مشرۍ لاندې د ساري ناروغۍ د کنټرول او وقايي لپاره په کارونو بوختې دي. په لسو ورځو کې په وو هان ښار کې د نويو روغتونونو جوړول، هو بې ولايت ته د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه څه دپاسه اته زرو طبي کارکوونکو رسيدل او د ساري ناروغۍ ځپلو ځايونو کې د خلکو درملنې او ژوند د اړتياوړ مالونو د کموالي پوره کولو په شمول د ډېرو ستونزو د حلولو لپاره عملي کار شوی. نړۍ هم د چين د طرحو د تطبيقي توان ستاينه کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبرييسو وويل چې د ساري ناروغۍ په وړاندې د چين ځواکمن سيستم او تدبيرونه په ټوله نړۍ کې کم ساري دي.

خو لا هم د ساري ناروغۍ د کنټرول چارې پېچلې دي او په پر له پسې ډول نوې مسئلې رامنځته کيږي. په عين وخت کې له کورونا ويروس سره د مبارې په بهير کې د بيړنيو چارو د ادارې، د عامې روغتيا او د زيرمه شويو توکيو په برخو کې کمزورتيا ليدل کيږي. خو د چين د لومړۍ کچې مشر په دی کليدي وخت کې د اړوندو څانګو د عملي توان لپاره مهمې لارښوونې کړې او د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول کارونو لپاره يې لوری روښانه کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای