د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې دې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې د خلکو د ژوند امنيت او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي، د قانون د جوړونې، اجرا کولو، عدليې او ساتنې لپاره دې هڅې وکړي او د قانون له مخې دې د ويروس د وقايې او کنترول او ادارې توان پياوړی او د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول د کارولو لپاره قانوني زمينه برابره کړي.
رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په اړه د قانون له مخې د هېواد د هراړخيزې ادارې شورا د درېيمې غونډې مشري وکړه. هغه په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د قانون له مخې په منظمه توګه د ويروس د وقايې او کنترول کارونه تر سره کول د ويروس د وقايې او کنترول په کليدي وخت کې ډېر اهميت لري، نو اړوندې خواوې بايد د قانوني ادارې په چوکاټ کې مختلف کارونه تر سره کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |