CRI Online

ولاديمير پوتين: روسيه غواړي د تسليحاتو د کنترول په شمول د ځېنو مسئلو په اړه له امريکا سره خبرې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 09:48:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۵مه نېټه وويل، چې روسيه غواړي د تسليحاتو د کنترول او د دې سيمې د بحران د سوله ييز جريان په شمول د ځېنو مسئلو په اړه له امريکا سره خبرې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په کريملين ماڼۍ کې د ۲۳ هېوادونو د نويو لويو سفيرانو باوري ليکونه ومنل. هغه په خپله وينا کې وويل، چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره ډېرې مهمې او اغيزمنې دي. روسيه غواړي د تسليحاتو د کنترول، ستراتيژيک ثبات ، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د دې سيمې د سوله ييز جريان په شمول د ځېنو مسئلو په اړه له امريکا سره خبرې وکړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده همکارۍ بيا اعاده کول د دواړو هېوادونو او حتی د ټولې نړۍ له ګټو سره سمون خوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای