CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ۲۱ هېوادونو حکومتونو او د م م د ماشومانو صندوق چين ته د ويروس وقايوي مالونه برابر کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 09:49:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه وويل، د همدې ورځې تر غرمې پورې د ۲۱ هېوادونو حکومتونو او د م م د ماشومانو صندوق چين ته د ويروس وقايوي مالونه برابر کړي دي. چين به په مداومه توګه په خلاصه، شفافه او مسؤلانه توګه له نورو هېوادونو سره معلومات شريک کړي او نژدې همکارۍ به ورسره وکړي.

نوموړې په همدې ورځ په انټرنيټي خبري ناسته کې وويل، چين په عمده توګه د خپل توان له مخې له دغه ويروس سره مقابله کوي. د دې ترڅنګ، چين د نړيوالې ټولنې د تفاهم، ملاتړ او مرستو هر کلی کوي او ورڅخه مننه کوي.

نوموړې وويل، د همدې ورځې تر غرمې پورې، د کوريا جمهوريت، جاپان، تايلنډ، ماليزيا، اندونيزيا، قزاقستان، پاکستان، المان، بريټانيا، فرانسې، ايټاليا، هنګري، بلاروس، ترکيې، ايران، عربي متحده امارات، الجزاير، مصر، استراليا، نوي زيلاند، ترينيداد او توباکو په شمول د ۲۱ هېوادونو حکومتونو او د م م د ماشومانو صندوق د ويروس وقايوي مالونه برابر کړي دي. بر سېره پردې، ځېنو هېوادونو چين ته د مالونو د برابرولو نيت هم ښودلی دی. همدارنګه، د ګڼ شمېر هېوادونو شخصيتونو هم له چين سره ډول ډول مرستې کړې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای