په چين کې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو د حالت او د دې هېواد لخوا د نيول شويو تدبيرونو په وړاندې، د مصر د الاخبار جريدې عمومي ډايريکټر جمال حسين د چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې وويل، د دې ويروس د مخنيوي لپاره د چين چټک تدبيرونه د حکومت توان او د خلکو يووالی څرګندوي. نړيوالې تولنې د دې ويروس د خپرېدو له امله د روغتيا نړيوالو همکاريو ته پاملرنه ډېره کړې. مصر هيله لري چې د ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې زده کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيا او طب په برخو کې همکارۍ ټينګې کړي.
د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د مصر د روغتيا او نفوس وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه هېواد به د نوي کورونا ويروس د مخنيوي لپاره چين ته ۱۰ ټنه طبي مواد ورکړي. جمال وويل، مصر هيله لري چې د چين حکومت او خلک له دې ويروس سره په مقابله کې بريالي شي. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |