د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا مشرانو جرګې چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح قضيې د څارنې دنده پر غاړه لري، د فبرورۍ په ۵مه نېټه د رايګيري له لارې د ټرمپ د استيضاح دوه مادې ونه منلې او نوموړی يې ګنهګار ونه باله او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.
د امريکا مشرانو جرګې د همدې ورځې په ماښام په ۵۲ مخالفو او ۴۸ تاييد رايو سره د ټرمپ د استيضاح هغه ماده رد کړه، چې هغه د ولسمشرۍ له واک څخه ناوړه استفاده کړې او ورپسې يې په ۵۳ مخالفو او ۴۷ تائيد رايو سره د ټرمپ د استيضاح هغه ماده هم رد کړه، چې ويل کېدل، نوموړي د کانګرس په کارونو کې خنډونه اچولي دي.
د امريکا مشرانو جرګې ډونالډ ټرمپ ګنهګار ونه باله، نو نوموړی به پر خپلې دندې پاتې شي او په دې سره دده پر وړاندې د استيضاح قضيې چار ې هم پای ته ورسېدې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |