د چين په وو هان ښار کې يو لړ لوبغالي او نندارتونونه په ګرځنده روغتونونو بدل شوي دي، سيمه ييز حکومت پر نوي کورونا ويروس د اخته ناروغانو لپاره روغتيايي مرکزونه برابر کړي دي. د چين ميډيا ګروپ د « يانګ شه پينګ » په نامه په يو نوي رسنيز اپليکېشن کې د ګرځنده روغتونونو د جوړونې بهير ژوندی خپرېږي. د فبرورۍ د ۵مې نېټې تر شپې پورې تر ۱۰۰ مليونو زياتو انټرنېټ استعمالونکو ياده ژوندۍ ويډيو کتلې ده او د دغو روغتونونو د جوړونې پرمختګ يې وستايه. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |