CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کمبوديا له صدراعظم سامديچ هون سين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 11:34:23

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د کمبوديا له صدراعظم سامديچ هون سين سره خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ په دغو خبرو اترو کې وويل، چې چين باور او توان لري چې له نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې به بريالی شي. صدراعظم سامديچ هون سين وويل، چې هغه په دې ځانګړي وخت کې پريکړه کړې چې له چين څخه ليدنه وکړي، موخه يې دا ده چې له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره د چين له حکومت او خلکو څخه د کمبوديا د حکومت او خلکو ملاتړ څرګند کړي. کمبوديا به په مداومه توګه له چين سره عادي همکارۍ او تګ راتګ وکړي او له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.

رئيس شي جين پينګ په دغه کتنه کې دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت او خلک اوس له دغه ويروس سره د مقابلې لپاره زيار باسي. کله چې څوک له مصيبتونو سره مخامخ شي، نو دغه وخت د مختلفو هېوادونو ترمنځ رېښتينی اړيکې ژر څرګندېږي. د کمبوديا پاچا او مور يې د تسليت او ملاتړ ځانګړي پيغامونه راته ولېږل. ښاغلي صدراعظم هم څو څو ځله له چين څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړی دی. نن ورځ ښاغلی صدراعظم چين ته سفر کوي، له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او متقابل باور ټينګ دی او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ارزښت او مانا نښه ده. ده وويل، 

((په دې ځانګړي وخت کې د کمبوديا حکومت او خلک د چين د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي. نن ورځ تاسې په ځانګړې توګه له چين څخه ليدنه کوئ، له دې څخه د ستونزو د ليرې کولو په عرض د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ارزښت څرګندېږي. زه د دې لوړه ستاينه کوم. ))

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين کمونېست ګوند او د چين حکومت د چينايانو او د نړيوالې ټولنې لپاره مسؤلانه او جدي رويه نيسي او د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول لپاره يې ډېر جدي او اغيزمن تدبيرونه نيولي دي. اړوند کارونه اوس په اغيزمنه توګه روان دي او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. چيني ملت له زياتو سختو ستونزو څخه وتلی، نو چين باور او توان لري چې له دغه ويروس سره په مقابله کې به هم بريالی شي. موږ به په مداومه توګه د خلاصې او شفافې رويې په نيولو سره د کمبوديا په شمول له مختلفو هېوادونو سره نژدې همکارۍ وکړو او د دغه ويروس د وقايې او کنترول لپاره به ګډ کوښښونه وکړو، څو د نړۍ او دې سيمې د عامې روغتيا امنيت وساتو. موږ به د چيني اتباعو په شان په چين کې د کمبوديا اتباعو ته ښې پاملرنې وکړو او د محصلينو په شمول د ټولو بهرنيانو ژوند او روغتيا به وساتو.

نوموړي زياته کړه چې چين غواړي په نوي کال کې له کمبوديا سره نژدې عالي رتبه تګ راتګ وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ عملي لايحه پلې کړي، څو نوې مرحلې ته دوه اړخيزې اړيکې پياوړې کړي.

صدارعظم سامديچ هون سين وويل، چې په دې ځانګړي وخت کې له چين څخه د ده د ليدنې موخه دا ده چې نورو خواوو ته د ستونزو د ليرې کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټينګې دوستۍ او اړيکې وښيي. ده وويل،

(( کله چې چين له ستونزو سره مخامخ کېږي، د کمبوديا خلک به تل د چين د خلکو تر څنګ ولاړ وي او د ستونزو د ليرې کولو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي. دواړه هېوادونه يو د بل ټينګ دوستان دي. کمبوديا په چين کې د کمبوديا د اتباعو د ژوند او روغتيا د ساتلو لپاره د چين له کوښښونو څخه مننه کوي. هيله لرم چې د دې سفر له لارې د دوی باور پياوړی کړم. ځېنې هېوادونه د دغه ويروس پر وړاندې افراطي خبرې او محدوديت تر سره کوي، دا مناسب عمل نه دی او ډار د ويروس په پرتله لا زيانمن دی. کمبوديا به په مداومه توګه له چين سره عادي همکارۍ او تګ راتګ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای