د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د ټولنيز پرمختګ ادارې مرستيال مشر هاو فو چينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د دولتي شورا په غونډه کې د ماسک د کمښت په هکله پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د ماسک توليدي اندازه زياتېږي، په عين وخت کې د چين له بهر څخه مرستندويه مواد به په ځانګړو الوتکو کې په مستقيمه توګه د وو هان ښار تيان هه هوايي ډګر ته ورسېږي.
د فبرورۍ تر ۳مې نېټې پورې د چين په ۲۲ لويو ولايتونو کې د ماسک توليدي اندازه ۱۴ ميليونو ۸ لکو او ۶ زرو ته رسېدلې چې پکې د N95 ماسک توليدي اندازه ۱ لک او ۱۶ زرو ته رسېدلې او د نورو طبي ماسکونو توليدي اندازه ۹۹ لکو او ۸۰ زرو ته رسېدلې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |