CRI Online

امریکا اوس د چین پر ټولنیز سیستم پر نیوکو بوخته ده

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 16:56:28

چین نن ورځ د خپل ټولنیز سیستم د امتیاز له لارې په متحده توګه د کوروناویروس سره مبارزه کوي. د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر د چین سیستم او اړوند تدبیرونه ډیر اغیزمن بولي. مګر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پومپیو د چین پر واکمن ګوند او ټولنیز سیستم پر نیوکو بوخت دی. هغه د یو لوی هیواد عالي رتبه دیپلومات دی خو خبرې یې د سړې وینې لرونکو موجوداتو په شان دي او د بشردوستۍ له اصولو څخه په سرغړونې کړې او د چین او امریکا د د خپلمنځیو همکاریو پروړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي. نوموړي په دې وروستیو ورځو کې بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې یادې خبرې وکړې او د دغو خبرو مستقیم لامل دا دی چې بریتانیا د چین هواوۍ تصدۍ ته اجازه ورکړې چې د ۵ جي انترنټ په ابادۍ کې دې ګډون وکړي. امریکا غواړي له اوسني حالت څخه خپلې ناوړې سیاسي ګټې ترلاسه کړي چې دا عمل یی سیاسي ویروس دی او باید له منځه یوړول شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای