CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: په چين کې نولس بهرنيان د کورونو پر ويروس اخته شوي او دوه تنه له روغتونونو څخه رخصت شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 19:09:29

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۶مه نېټه په بيجينګ کې وويل د همدې ورځ تر غرمې پورې په چين کې نولس تنه بهرنيان د کورونا پر ويروس اخته شوي چې دوه تنه له روغتونونو څخه رخصت شوي او اوولس تنه تر درملنې لاندې دي.

هوا چون ينګ وويل چې چين تل د چينايانو او په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنيانو د ژوند امنيت او روغتيا ته لومړيتوب ورکوي. د چين اړوندو څانګو په بېلا بېلو ځايونو کې بهرنيانو ته د ساري ناروغۍ په اړه مالومات ورکړي او د دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، په بېلا بېلو ژبو د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول مالومات خپاره کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت او اړوندو ځايي حکومتونو په چين کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو لپاره د ساري ناروغۍ د وقايي او کنټرول په اړه مالوماتي غونډې تر سره کوي چې پر وخت د بهرنيو هېوادونو د پاملرنې وړ پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. په هو بې ولايت کې د مېشتو بهرنيانو د درملنې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د ويروس د وقايی او کنټرول کارونو د غوښتنو سره سم خدمتونه تر سره کوي.

هوا چون ينګ وويل چې چين له بهرنيو اوسي你دونکو سره مرستې پياوړې کړې دي. په زيات شمېر ولايتونو او ښارونو کې ځايي بهرني اوسيدونکي د بنسټيزې کچې د حکومتونو او د هستوګنځايونو په کاري ميکانيزم کې شامل دي چې د ژوند، د ساري ناروغۍ د وقايي او د مريضانو د درملنې په برخو کې د هغوی اړتياوې غوښتنې تامين کېږي. په چين کې زيات شمېر بهرني اوسيدونکي هغی ته د چين د پاملرنو، مرستو او نيول شويو تدبيرونو ستاينه کوي.

هوا چون ينګ وويل چې چين د خپلو اتباعو په شان په چين کې د بهرنيانو امنيت او روغتيا ته پاملرنه کوي او د دوی د ژوند او کاري شرايطو تامين کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای