د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا څو ورځې مخکې د تش په نامه د منځني ختيځ د سولې نوې طرحه خپره کړه او وروسته تردې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ حالات ترينګلي شوي دي.د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ څو ځله وينه بهېدونکې شخړې د فبرورۍ له ۵مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې په بيت المقدس او د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې وشوې چې له امله يې ۳ تنه فلسطينيان مړه شوي او شپږ تنه فلسطينيان او ۱۴ تنه اسرائيلي عسکر او پوليس ټپيان شوي دي. اوس په يادو سيمو کې د اسرائيلو محافظات پياوړی شوی دی.
د اسرائيلو صدراعظم بينجامين نيتانياهو د فبرورۍ په ۶مه نېټه د اردن سيند پر لويدېځه غاړه د يهوديانو له يوه هستوګنځای څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې اسرائيل به د خپل امنيت د ساتلو لپاره هراړخيز کوښښونه وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |