CRI Online

نړيواله ټولنه د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې له چين څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-07 11:11:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بلاروس، پاکستان، ډيموکراتيکې کوريا، د کوريا جمهوريت، جاپان، تايلنډ، ماليزيا، اندونيزيا، مالديو، ميانمار، المان، بريټانيا، فرانسې، ايټاليا، اطريش، هنګري، قزاقستان، لاتونيا، استونيا، ترکيې، ايران، عربي متحده امارات، الجزاير، مصر،استوايي ګيني، استراليا، نوي زيلاند، کاناډا، ترينيداد او توباکو او ګانا په شمول زياتو هېوادونو او د م م د ماشومانو صندوق په جلا جلا توګه د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په هکله چين ته مالونه او مرستې برابرې کړې او له چين څخه يې ملاتړ کړی دی.

بر سېره پردې، د روسيې، امريکا، جاپان، د کوريا جمهوريت، سينګاپور، ماليزيا، ويتنام، ايران، بريټانيا، عربي محتده امارات، سعودي عربستان او پيرو په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو تصديو، ارګانونو، دوستانه شخصيتونو او چيني اوسيدونکو هم له چين سره مرستې کړې دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای