CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير له نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې د وو هان ښاريانو له کوښښونو څخه مننه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-02-07 11:16:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس د فبرورۍ په ۶مه نېټه په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې له نوي کورونا ويروس سره په مقابله کې د وو هان ښاريانو له کوښښونو څخه مننه وکړه. نوموړي وويل، چې د وو هان ښاريانو د يووالي د روحيې په رڼا کې به له دغه ويروس سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه شي.

نوموړي د سينهوا اژانس د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د وو هان ښار او هو بې ولايت خلکو له دغه ويروس سره په مقابله کې زيات کوښښونه کړي دي او کوي يې. زه د دوی له کوښښونو او همکاريو څخه مننه کوم. دوی نه يوازې د خپل هېواد د خلکو او حتی د نړۍ د نورو خلکو د ساتلو لپاره هم هڅې کوي.

نوموړي په دغه خبري ناسته کې زياته کړه چې دغه سازمان به د روانې مياشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې په ژنيو کې د نړيوالو کارپوهانو يوه غونډه تر سره کړي او د دغه ويروس د وقايې، علاج او د اغيزمن واکسين د څيړنې د لايحې د طرحه کولو لپاره به نړيوال علمي کدرونه همغږي کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای