د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې ټوله نړۍ اوس د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنترول په هکله د تجهېزاتو د کمښت له ستونزو سره مخامخ ده، دغه سازمان د يادو ستونزو د ليرې کولو لپاره د شخصي ارګانونو په شمول د اړوندو تجهېزاتو د برابرۍ ځنځير له غړيو سره تماس نيولی او غوښتنه يې وکړه چې لومړی طبي کارکوونکو ته مرستې برابرې کړي.
د دغه سازمان عمومي مدير ډاکټر تيدروس ادهانوم غيبريسوس له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ويروس د وقايې کارونو ته په سمه سترګه وګوري او د بشريت ګټې وساتي. ټول هېوادونه او اړوندې تصدۍ دې له دغه سازمان سره همکارۍ وکړي، څو اړوند تجهېزات په عادلانه او برابره توګه بازار ته وړاندې شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |