CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: له نوي کورونا ويروس سره د مقابلې په باب دې د ګونګوسو مخه ونيول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-09 14:36:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ډاکټر تيدروس ادهانوم غيبروسوس د فبرورۍ په ۸مه نېټه وويل، چې د نوي کورونا ويروس په اړه د غلطو معلوماتو خپرېدا به د طبي کارکوونکو په کارونو کې خنډونه واچوي او د عامو خلکو د ډار او ګډوډۍ سبب به وګرځي، نو دغه سازمان به په څلورو برخو کې د ګونګوسو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

لومړی، دغه سازمان د خپل سازمان په اړه د ساري ناروغيو د معلوماتي ويبپاڼې په وسيله د اړوندو اداري ګروپونو له لارې په څو ژبو د دغه ويروس په اړه د ګونګوسو پلټنه کوي.

دوهم، اړوند اداري ګروپ د دغه سازمان په اړه له خبري څانګو سره خلکو ته د سمو معلوماتو د ورکولو لپاره همکاري کوي.

درېيم، دغه سازمان د ګونګوسو د مخنيوي او د سمو معلوماتو د خپرېدو لپاره د پلټنې انجين او ټولنيزو رسنيو له شرکتونو سره همکاري کوي.

څلورم، دغه سازمان په ټولنيزو رسنيو کې له اغيزمنو مشهورو شخصيتونو څخه غوښتنه کوي چې خپلو مينه والو ته رښتيني خبرونه وړاندې کړي، په تېره بيا د اسيا او ارام سمندر سيمې په قلمرو کې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای