CRI Online

د م م د اسامبلې مشر: د نوي کورونا ويروس پر ضد په مقابله کې بايد ګونګوسو ته غوږ ونه نيول شي او په يووالي سره همکاري ټينګې کړو

cri     (GMT+08:00) 2020-02-09 15:16:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۷۴مې دورې د م م اسامبلې مشر تيجاني محمد بنده د فبرورۍ په ۸مه نېټه په اتيوپيا کې د ۳۳مې دورې د افريقايي ټولنې په سرمشريزه غونډه کې وويل، چې د نوي کورونا ويروس پر ضد په مقابله کې بايد ګونګوسو ته غوږ ونه نيول شي او په يووالي سره همکاري ټينګې کړو.

تيجاني محمد بنده خبريال ته وويل، بېلابېل هېوادونه بايد له باوري سرچينو څخه د دې ويروس د خپرېدلو په اړه معلومات تر لاسه کړي او په ګونګوسو پسې ونه ګرځی. د تخنيک په برخه کې د ويروس په اړه معلومات بايد د صلاحيت لرونکي سازمان لخوا برابر شي.

نوموړي د ويروس د خپرېدلو په اړه د معلوماتو د خپرولو په برخه کې د چين ستاينه وکړه. هغه وويل، په م م کې د چين ادارې م م ته د ويروس د خپرېدلو په اړه راپور ورکړی دی، په دې اړه د چين کړنې ډېرې چټکې او شفافې دي. د چين حکومت لخوا خپرې شوې اعلاميې له لارې بهر اړوند معلومات تر لاسه کولی شي، دا د ويروس د خپرېدلو د مخنيوي په برخه کې د څواړخيزو همکاريو لپاره ګټور ګام دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای