د امریکا په نیویارک کې د روانې میاشتې د ۸ مې نیټې په شپه او د ۹ مې نیټې په سهار د پولیسو پر موخه بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې دوه پولیس ټپیان شوي دي. د پولیسو په اند دغه دوه بریدونه د یو کس له خوا ترسره شوي دي.
د نیویارک د پولیسو په قوله په لومړی برید کې یو بریدګر د پولیسو د ګزمې پر یو موټر ډزې وکړې او په دوهم برید کې یو بریرګر د پولیسو پر یو محلي سټېشن ډزې وکړې. د بریدګر د انګیزې په اړه اړوندې پلټڼې روانې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |