د ایران د خبري رسنیو د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۹مه نیټه د ایران د یوې سپوږمکۍ توغونه ناکامه شوه. د ایران د دفاع وزارت ویاند احمد حسینی په همدې ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ایران په همدې ورځ د ققنوس په نوم راکټ په وسیله د بریالیتوب په نوم سپوږمکۍ وتوغوله مګر دغه سپوږمکۍ ټاکل شوي مدار ته ونه رسیدله. ایران به له اړوندې پلټنې وروسته د بلې توغونې لپاره چمتوالی ونیسي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |