م م او د افريقا ټولنې له چين څخه خپل ملاتړ څرګند کړ
د م م او د افريقا ټولنې ځينو مشرانو چې اوس په اديسه بابا کې د يادې ټولنې په ۳۳ مه سرمشريزه غونډه کې ګډون لري، د ناول کورونا ويروس په اثر د سږي ناروغۍ سره د مبارزې په اړه له چين څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې بايد د سپکاوي کړو وړو او ګنګوسو مخه ونيول شي.
د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس وويل چې اوس بايد يووالی پياوړی کړو او د ګنګوسو مخه دې ونيسو. هغه د معلومات د خپريدا په باره کې د چين د شفافيت ستاينه وکړه.
د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبرييسوس په ۸مه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې د يادې ناروغۍ په اړه ناسم معلومات به د طبي کارکوونکو کارونه نورهم سخت کړي او عامو وګړو ته به د ويرې او ګډوډۍ سره مخ کړي نو دغه سازمان به په هراړخيزه توګه له اړوندو جعلي او ناسمو معلوماتو سره مبارزه پياوړې کړي.