CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره په مبارزه کې د برخه لرونکو چيني طبي کارکوونکو درنښت او ور څخه مننه څرګنده کړله

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 11:22:13

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د فبروري په نهمه نېټه د ټولنيزو رسنيو په وسيله د نوي ډول کورونا ويروس له امله رامنځته شوې ناروغۍ سره په مبارزه کې د برخه لرونکو چيني طبي کارکوونکو درنښت او ور څخه مننه څرګنده کړله.

هغه وويل: زه د چيني طبي کارکوونکو په تېره بيا په هو بۍ ولايت کې د طبي کارکوونکو درناوی او ور څخه مننه څرګندوم. د سترو فشارونو پر وړاندې دوی نه يوازې د ناروغانوښه پالنه کړې بلکې د دې ويروس په اړه يې شمېرنې راغونډې کړې دې. ګرده نړۍ د دې ناروغۍ د اعلاج او د دې ويروس د مخنيوي لپاره ستاسو له هڅو څخه مننه کوي. د دې ترڅنګ هغه هم پر دې ټينګار وکړ چې طب او ساينس پوهان په دې برخه کې نړيوالې همکارۍ کوي او له دې لارې د دې ويروس محوه کولو لپاره مبارزه کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای