CRI Online

د سوريې پوځ د دې هېواد په شمال کې شپږ سوه کيلو متره مربعه ځمکه تر خپل واک لاندې راوستې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-02-10 11:28:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې پوځ د فبروري په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد په شمال کې د ادليب او حلب ولايتونو څه باندې شپږ سوه کيلو متره مربعه ځمکه يې تر خپل واک لاندې راوستې ده.

د سوريې د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ مرکز په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حکومتي پوځ يې په يادو دوو ولايتونو کې په خپلو پوځي عملياتو کې ستر پرمختګونه موندلي دي او اوس پوځيان چې د ادليب ولايت ختيځې خوا ته د پرمختګ په حال کې دي، له نورو پوځيانو سره يو ځای شوي چې د حلب جنوب ته روان وو. د سوريې حکومتي پوځ په تېرو څو ورځو کې لسګونه اعلاقه دارۍ، کلي او مهم ستراتيژيک ځايونه نيولي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای